د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه ۶۳ افغانان چې د دوبۍ په هوایي ډګر کې بند پاتې وو، په ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته را ولېږدول شول.
دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د هوایي چلند له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د هوکړې له مخې به ډېر ژر په نوې ډیلي کې بند افغانان هم کابل ته را ولېږدوي.
په دوبۍ، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې وروسته تر دې یو شمېر افغانان بند پاتې شول چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د دغو هېوادونو او افغانستان ترمنځ ځمکني او هوایي بندرونه وتړل شول.