چارواکي: هلمند کې چاودنې ۴ ماشومان وژلي

ارشیف

د لښکرګاه په دريمه حوزه کې چاودنې ۴ ماشومان وژلي دي.

د هلمند دوالي وياند وايي پېښه په يوه کور کې دننه شوې ده چې لا هم اصلي انګېزه نه ده مالومه.

عمرځواک ازادۍ راډيو ته وويل پوليس د پېښې ځای ته تللی دي چې اصلي مسئله مالومه کړي.

په کور کي دننه دغه چاودنه د دريمې حوزې د بولان په کلا سيمه کې څو شېبې مخکي شوې ده.

د والي وياند عمر ځواک وايي داسې ښکاري چې په کور کي دننه يوه ناچاودله سرګلوله چاودېدلي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.