د امریکا د کانګرس پنځم غړی هم په کرونا ویروس اخته شو

ارشیف

د امریکا د کانګرس پنځم غړی په کرونا ویروس اخته شو.

اویاکلن مایک کلي چې په سنا کې د پنسلوانیا ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور دی، پرون ومنله چې د کرونا معاینه یې مثبته ده.

له دې وړاندې د کانګرس څلورو نورو غړو هم په دغه ویروس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

له همدې کسانو سره د تماس له امله د امریکا د کانګریس ۲۶ غړي دا مهال قرنطین دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون څیړنې ښيي چې تراوسه امریکا کې یولک او څلور زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۱۷ سوه کسان مړه شوي دي.