تایوان د چین له لوري تبعید شويو خبریالانو ته د میشتېدو بلنه ورکړه

ارشیف

د تایوان د بهرنیو چارو وزیر هغو امریکایي خبریالانو ته هلته د میشتېدو بلنه ورکړې چې چین تبعید کړي دي.

رویټرز خبري اژانس وایي چې د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو دریو امریکایي ورځپاڼو ته لیکلي چې خپل د چین خبریالان تایوان ته ورلېږلی شي.

چین د مارچ په اتلسمه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د نیویارک ټایمز، والسټریت ژورنال او واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپانو د فعالیت جواز لغوه کوي.

چینايي چارواکي ویلي، د دغو ورځپاڼو خبریالان نه په چین او نه هم د چین تر کنټرول لاندې هانګ کانګ ښار کې د خبریال په توګه دنده ترسره کولای شي.

پخوا تر دې به هغو خبریالانو ته په هانګ کانګ کې د کار اجازه ورکول کېده چې چین به له خپلې خاورې اېستل.

تایوان کې د ګوتو په شمېر بهرني خبریالان فعالیت کوي او دغه درې واړه امریکایي ورځپاڼو تایوان کې له دې وړاندې دایمي دفترونه نه درلودل.