ملګرو ملتونه: د هستوي وسلو د پراختیا مخنیوي تړون د ارزونې کنفرانس ځنډیدلی

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک

ملګرو ملتونو ویلي چې د هستوي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون د ارزونې کنفرانس ځنډیدلی دی.

دغه سازمان پرون وویل، دا کنفرانس د کرونا ویروس د چټکې خپریدا له امله ځنډیدلی دی.
تمه وه چې دا کنفرانس د راتلونکې اپریل میاشتې له ۲۷ د مې تر ۲۲مې پورې په نیویارک کې ترسره شي.

د هستوي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون په اړه هر پنځه کاله بعد یو ځل ورته کنفرانس جوړېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، هر کله چې موقع برابره شوه، دغه کنفرانس به جوړ شي.

د هستوي وسلو د مخنیوي تړون پنځوس کاله مخکې بشپړ شوی دی.