چارواکي: ایران څخه افغانستان ته د مالونو راواردول بند شوي

ارشیف

د هرات ګمرک رییس وايي، په ایران کې د نوروز د رخصتیو له امله له هغه هېواد څخه افغانستان ته د حمل د میاشتې له لومړۍ اوونۍ د مالونو راواردول بند شوي دي.

حمدالله همدرد نن ازادي راډیو ته وویل چې د کال په لومړۍ اوونۍ کې په اوسط ډول هرات ګمرک هره ورځ تر ۳۰ تر ۳۵ میلیونو افغانیو په شا او خوا کې عواید لرل.

نوموړی وايي، مخکې تر دې به په اوسط ډول هره ورځ ۶۰ تر ۶۵ میلیونو افغانیو په شا او خوا کې عواید ترلاسه کېدل.

د هرات ګمرک رییس دغه شان وايي، اوس د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت له خوا د هېواد ټولو ګمرکونو ته رسمي لارښونه شوې چې، د دولت د عوایدو د لوړېدو په هدف سر له نن ورځې څخه سل سلنه تعرفه وضعه شي.

ښاغلي همدرد وايي، مخکې له دې سوداګر دې ته نه حاضرېدل چې اصلي تعرفه محصول کړي.

نوموړی له سوداګرو غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.