د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې پر اړو خلکو خوراکي توکي وېشلي

جان اقا نوید

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په اړو خلکو خوراکي توکې ووېشل شول.

د دغې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل،چې دغه اقدام په هېواد کې د کرونا ویروس د قرنطین او اړو خلکو سره د مرستې په خاطر شوی دی.

نوموړي وویل، چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او یو شمېر نور لومړني خوراکي توکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په کابل او یو شمېر ښارونو کې د کرونا ویروس د خبرېدو او قرنطین له امله د لومړنیو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې چې خلک یې اندېيښمن کړي وو.