نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶ لکو ته نږدې شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ لکو ته نږدې شو.

پرون (جمعه) په دې ویروس د اخته کسانو تر ټولو زیاتې نوې پېښې د امریکا په متحده ایالاتو کې ثبت شوې.

خو تر ټولو د زیاتو مړینو راپور بیا ایټالیا ورکړ.

پرون په امریکا کې نږدې ۱۵ زره نوې پېښې ثبت شوې، خو په ایټالیا کې چې اوس د کرونا په ویروس د اخته کسانو د شمېر له پلوه تر امریکا وروسته دوهم ځای لري، نږدې ۶ زره نوې قضیې ثبت شوې، خو دې هېواد په عین حال کې وویل چې ۹۱۹ تنه په دې ویروس تازه مړه شوي دي.

د دغو کسانو له مړینې سره تر اوسه پورې په ایټالیا کې د کرونا په ویروس تر ۹ زره زیات کسان مړه شوي دي.

پرون په جرمني کې د کرونا ویروس نږدې ۷ زره او په اسپانیا کې تر ۶ زره ډېرې پېښې تأیید شوې.

په عین حال کې تر اوسه پورې په نړۍ کې تر یو لک او ۳۲ زره زیات کسان ښه شوي دي.