طالب پلاوی له کوم ځای نه کابل ته راځي؟

قطر کې یو شمېر طالبان

د وسله‌والو طالبانو ۱۵ کسیز پلاوی به سبا شنبه د مارچ ۲۸مه، له کندهار او ځیني نورو ولایتونو کابل ته ورسېږي.

دا خبر د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د ازادي راډیو خبریال ته ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تأیید کړې چې د وسله‌والو طالبانو ۱۰۰ بندیان به د بشري خواخوږۍ او په مشروط ډول د سې شنبې تر ورځې له زندانه خوشې شي.

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر پرون ازادي راډیو ته ویلي و چې پلاوی یې د جمعې په ورځ کابل ته ځي او د بګرام له زندانه به د خپلو بندیانو د خوشې کېدو تصدیق کوي.

خو ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې پلاوی به‌یې سبا کابل ته ورسېږي او د خپلو بندیانو د تأیید لپاره به له افغان چارواکو سره ګوري.

ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي چې پلاوی به‌يې د سره صلیب د نړیوالې ټولنې په مرسته کابل ته ځي.

مجاهد ویلي چې د سره صلیب د کارکوونکو د رخصتۍ له امله کابل ته د هغوي د پلاوي سفر یوه ورځ ځنډېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي چې د طالبانو پلاوی نن کابل ته نه‌ځي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.