بغلان کې د موټرو ټکر ۱ تن وژلی او ۴ ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

په بغلان کې د موټرو په ټکر کې یو تن مړ شوی او څلور نور زخیمان شوي دي.

پېښه نن د مارچ په ۲۷مه، د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې شوې ده.

د دوشي ولسوال، صاحبداد غفوري د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله یوه ۴۰۴ بس له یوې سراچې سره ټکر کړی دی.

د بغلان او سمنګان پر سړک دوه ورځې مخکې هم د موټرو په ټکر کې درې تنه مړه شول.