سټارز انډ سټرایپس: راتلونکې اوونۍ د زرګونه طالب زندانیانو خوشې کېدل پیلېږي

ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي چې د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به افغانستان د زرګونه زندانیانو خوشې کېدل پیل کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په توافق کې یو اساسي شرط د بندیانو خوشې کول دي.

افغان حکومت او طالبانو د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې بندیان به خوشې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې دا موافقه څو ورځې وروسته تر دې وشوه چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو وویل چې دی ونه‌توانېده چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د تېر کال د انتخاباتو پر سر رامنځته شوې ستونزې حل کړي، نو واشنګټن غواړي چې یو میلیارد ډالره مرسته له افغانستانه وګرځوي.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، د سولې د خبرو د ځنډېدو عامل د دغو دوو سیاسي مشرانو ترمنځ اختلاف بلل شوی دی ځکه چې له دې سره د حکومت د سولې د پلاوي ټاکل وځنډېدل او دا د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د توافق یو بل اصلي ټکی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې حکومت د چهارشنبې په ورځ د سولې پلاوی معرفي کړ چې له طالبانو سره بین‌الافغاني خبرې مخته یوسي او لږ مخکې تر دې اعلان طالبانو او حکومت وویل چې دوی به د بندیانو د تبادلې په برخه کې یوې موافقې ته ورسېږي.

تمه وه چې دا تبادله نږدې دوه اوونۍ مخکې پیل شوې وی.

افغان حکومت موافقه کړې ده چې د مارچ تر اخره به ۱۰۰ تنه طالبان له زندانه خوشې کړي.

د امریکا او طالبانو د توافق له مخې به د افغانستان حکومت نږدې پنځه زره طالبان له زندانونو خوشې کوي او د دې په بدل کې به شاوخوا زر تنه بندیان طالبان ازادوي.

سټارز انډ سټرایپس لیکي چې د زندانیانو خوشې کیدل او د حکومت او طالبانو خبرې لکه څرنګه چې وخت ورته ټاکل شوی و تر هغه وخت ځنډېدلې دي.

ورځپاڼه د خپلې خپرې کړې مقالې په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا بیان ته اشاره کوي چې په‌کې راغلي دي، تمه ده چې د طالبانو او حکومت استازي په راتلونکو ورځو کې مخامخ خبرې وکړي او د دې خبرو په ترڅ کې د زندانیانو د تبادلې او بین‌الافغاني خبرو په اړه بحثونه وشي چې له دې سره به په افغانستان کې سولې ته لار هواره شي.

  • فارین پالېسي

یوې بلې امریکایۍ خپرونې، فارین پالېسي بیا یوه بله مسئله رااخیستې ده، دا خپرونه لیکي چې په تېرو څو اوونیو کې په سلګونه زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران له څو هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا سخت ځپلی دی. په ایران کې د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې د ورځې د خپرو شویو شمېرو له مخې څه باندې ۲۷ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته دي.

په افغانستان کې بیا د پنجشنبې د ورځې د شمېرو له مخې ۷۴ تنه په کرونا مبتلا شوي دي. فارین پالېسي لیکي چې له دې ډلې څخه ۵۰ تنه هغه افغانان دي چې په وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خپرونه وړاندې لیکي چې ښایي د دغو کډوالو له ډلې څخه ډېر نور هم په کرونا اخته وي، خو په افغانستان کې د دې ناروغۍ د تشخیص سم مرکز یوازې په کابل کې دی او د معایناتو نتیجه وخت غواړي.