په عراق کې ۳ تنه برمته شوي فرانسویان خوشې شول

د عراق ملي بیرغ

د یوې نړیوالې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي په عراق له یرغملو څخه خوشې شول.

د فرانسې حکومت تأیید کړې ده چې د دې هېواد درې تنه له خپل عراقي همکار سره وروسته له دوو میاشتو خوشې شوي دي.

دغو کسانو په عراق کې له «اېس او اېس» مؤسسې سره کار کاوه.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون له یرغملو څخه د دې کسانو د خوشې کېدو له امله د عراق له چارواکو مننه وکړه.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې څه معامله شوې ده چې دا کسان خوشې شوي دي.