په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون واوښت

د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پرون د مارچ په ۲۶مه له نیم میلیون واوښت او د دې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېره ۲۳۰۰۰ ته نږدې شوه.

د جانز هاپکنز پوهنتون له‌خوا د خپرو شویو ارقامو له مخې په دې ویروس تر اوسه له ۵۱۰۰۰۰ زرو زیات کسان اخته شوي.

په ایټالیا کې چې دې ویروس تر ټولو زیات ځپلی دی، له اتو زرو زیات کسان په دې ناروغۍ مړه شوي چې دا د نړۍ په کچه د ټولو مړینو له درېیو تر یوې برخې څخه هم زیاته ده.

ورپسې اسپانیا ده چې د مړو شمېره‌یې ۴۱۵۰ ته نږدې شوې ده.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس وبا یو نړیوال بحران دی او نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

ښاغلي ګبریاسوس وویل چې کرونا ویروس په چټکۍ سره د سرایت په حال کې دی.