د تخار پولیس: ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې تخار ولایت

د تخار امنیه قومانداني وايي د دې ولایت په بهاالدین ولسوالۍ کې ۴ تنه طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل دا نښته پرون مازیګر د خواجه بهاالدین په کوراتم سیمه کې وشوه چې په ترڅ کې یې د څلورو طالبانو پر وژل کېدو سربېره د دې ډلې درې نور وسله‌وال اسیران شول.

ښاغلی اسیر زیاتوي: "طالبانو هلته کمین نیولی و او د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره سم نښته پیل شوه چې په پایله کې د مخالفینو څلور کسان ووژل شول او درې تنه چې دوه په‌کې ټپیان وو، اسیران شول."

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې افغان ځواکونو له دې ډلې څخه سپکې او درنې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړل.