ګوترش: له ایرانه د کډوالو ستنېدل د افغانستان لپاره لویه ستونزه ده

د روغتیايي کارکوونکو له‌خوا افغانستان ته له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو نوم‌لیکنه. March 17 2020

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي چې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل یوه ډېره ستونزمنه مسئله ده.

ګوترش تېر ماښام له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.

ارګ په یوه بیان کې د ګوترش له قوله لیکي چې نوموړی وايي، له ایرانه د زرګونه افغان کډوالو راستنېدل چې د کرونا ویروس د سرایت باعث کېدای شي یوه لویه ستونزه ده او ملګري ملتونه په دې برخه کې لازمه مرسته کوي. په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

له دې مخکې د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو له ایرانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل د کرونا ویروس د خپراوي له پلوه د اندېښنې وړ بللي وو. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ډېره برخه له ایران څخه راستانه شوي او یا دې هېواد ته د سفر سوابق لري.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ښاغلي ګوترش دا هم ویلي چې ملګري ملتونه د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکار دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې ټیلیفوني خبرو کې له ګوترش څخه افغانستان او نورو هغو هېوادو ته چې سمندر ته لاره نه‌لري د لازمو ترانزیټي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه څو دې هېوادونو ته اکمالات په سم ډول ورسېږي.