تهران وایي نهپوهېږي چې امریکایی رابرټ لیوینسن چېرې دی او په دې توګهیې د امریکا ادعا رد کړه.
متحده ایالاتو ویلي چې ګومان کوي د پولیسو د فدرالي ادارې دغه پخوانی اجنټ به په ایران کې په زندان کې مړ شوی وي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي نمایندګۍ ویاند علي رضا میر یوسفي نن په ټویټرپاڼه ولیکل چې ایران تل پر دې خبرې ټینګار کړی چې چارواکي یې نهپوهېږي چې ښاغلی لیوینسن چېرې دی او هغه د ایران په توقیف کې نهدی.
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو له ایرانه غوښتي و چې د امریکا د پولیسو د فدرالي ادارې "اېف بي ای" د متقاعد اجنټ رابرټ لیوینسن په اړه دې چې څه ورسره پېښ شوي، بشپړ سپیناوی ورکړي. ګومان کېږي چې نوموړی په ایران کې په زندان کې مړ شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل، سره له دې چې د دې پېښې په اړه څېړنه دوام لري، خو دوی ګومان کوي چې رابرټ لیوینسن به څه موده مخکې ساه ورکړې وي.
لیوینسن ۱۳ کاله مخکې چې هغه مهال ۵۸ کلن و، په ایران کې تری تم شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار زیاته کړه، مخکې له دې چې واشنګټن په دې اړه چې له لیوینسن سره څه پېښ شوي ومني، تهران باید په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي.
پرون د ورځې په پیل کې د لیوینسن کورنۍ ویلي چې د هغه د احتمالي برخلیک په اړه حکومت ورته یو څه معلومات ورکړي دي. له دې مخکې ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي و چې دی به د لیوینسن مړینه ونهمني.
ټرمپ وویل، مخکې له دې چې نوموړی ونیول شي، اوږده موده ناروغ و.