افغانستان کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو مخنیوي لپاره نوي اقدامات

ارشیف، هرات کې له ایران راستنېدونکو کډوالو معاینه

د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره نوي اقدامات کړي.

د ارګ له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېر ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۹ کال په لومړنۍ غونډه کې چې ولسمشر اشرف غني یې مشري کوله، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي وسایلو د برابرولو د پروژې په ګډون د تدارکاتو ۳۰ موارد منظور شول.​

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه نوي اقدامات داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸۰ ته رسېدلي او درې تنه هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.