په هرات کې چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي، پر دې ویروس یو بل اخته کس هم مړ شو.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) نوې قرباني یوه ۵۰ کلنه ښځه وه چې د بډوډو او تنفسي ناروغۍ یې درلودې.
چارواکو ویلي چې دغه ښځه ایران ته چې دې ولایت ته دغه ویروس له هغه هېواده سرایت کړی، نهوه تللې.
په هرات کې پر کرونا ویروس شاوخوا اخته شوي ۳۰ تنه هغه کسان ښودل شوي چې له ایرانه نهدي راغلي، بلکې دغه ویروس ورته له نورو کسانو چې پر دې ویروس اخته و، سرایت کړی دی.
په دې ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۸ ته رسېدلي او په ټول افغانستان کې یې شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی.
تر اوسهیې هم له امله درې تنه مړه شوي دي.