د غور چارواکي وايي، تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په نښتو کې یو سرتېری او د یوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په ګډون اته طالبان ووژل شول.
د غور د والي د مطبوعاتي دفتر سرپرست عارف عابر ازادي راډیو ته وویل چې نښتې تېره شپه هغه مهال پیل شوې چې وسلهوالو طالبانو له څو لورو په دولتیار ولسوالۍ کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو باندې حملې وکړې.
د هغه په وینا له حملې وروسته نښتو کې د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل قاري رؤف په ګډون اته وسلهوال ووژل شول او شپږ تنهیې هم ټپیان شول.
د غور د ولایتي شورا غړي طالبانو ته اوښتي تلفات له دې زیات بولي، خو په خپله وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغو نښتو او دوی ته د اوښتو تلفاتو د ادعاوو په اړه څه نهدي ويلي.