امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ۱۰۰۰ واوښت

ارشیف

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر له زرو تنو واوښت او په دې هېواد کې پر دغه ویروس د اخته شویو شمېر نږدې ۷۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې پرون د ورځې تر ناوخته په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۳۱ تنو ته ورسېد او پرون هم د دې ویروس ۸۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.​

له چین او ایټالیا وروسته ډېری کسان په امریکا کې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.​

په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۴۷۰ زره کسانو او د مړینو یې ۲۱۲۸۷ ته رسېدلی دی.​

کارپوهان وایي چې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو د کره شمېرې معلومول به ناممکنه ځکه وي چې د ډېرو ازموینې نه‌دي ترسره شوي او ښایي د مثبتو پېښو شمېر له دې ډېر زیات وي.