'روان کال کې به د صنعتي پارکونو ۹ پروژې پلې شي'

ارشیف، د کابل په صنعتي پارکونو کې یوه فابریکه.

د افغانستان د سواګرۍ او صنعت وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې به د صنعتي پارکونو ۹ پروژې پلې شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامیې په اساس د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په ځانګړې ناسته کې وویل، تېر کال د صنعتي پارکونو څلور پروژې بشپړې شوې.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې په پنځو ولایتونو کې د دغو صنعتي پارکونو د رغولو کار روان دی.

نوموړی همدا شان زیاتوي چې په لومړي ځل دغه وزارت د صنعتي پارکونو د مدیریت او پراختیا په موخه ستراتېژي، پالېسي او کړنلاره چمتو کړې.

په دغه ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني د پانګونې د نوې طرحې په ارائه ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې باید د طبي وسایلو په تولید باندې پانګونه وشي.

ښاغلي غني همدا شان سکټوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د زېربنا او برښنا ستونزه په اساسي ډول هواره کړي او د ښځو لپاره په صنعتي پارکونو کې د زیاتې پانګونې فرصتونه رامنځته کړي.