د کندز ځایي چارواکي وایي چې تېره شپه طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې پولیسو ته پهکې مرګژوبله واوښته.
د امام صاحب ولسوال محبوبالله سعیدي ازادي راډيو سره خبرو کې د پولیسو د مرګژوبلې کره شمېر په ډاګه نهکړ، خو ویېویل چې د تېرې شپې بریدونو کې پولیسو او طالبانو ته د سر زیان اوښتی دی.
د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي بیا وایي، جګړه کې ۵ پولیس وژل شوي او یو شمېر طالبانو له ځان سره بیولي دي.
هغه زیاته کړه: "تېره شپه پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه پيل شول او د شپې دولس نیمې بجې پای ته ورسېدل، جګړه کې د پوستې پنځه تنه وژل شوي، درې ټپيان او شپږ تنه هم طالبانو له ځان سره بیولي، دوی پوسته هم نیولې وه، خو وروسته بېرته تللي دي."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.