ولسمشر غني او یوناما کابل کې حمله وغندله

کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای برید

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر، یوناما نننۍ حمله په شدت غندلې ده.

یوناما نن د مارچ په ۲۵مه، پر ټویټر لیکلي چې په عبادت‌ځایونو کې پر ملکي خلکو داسې حملې هېڅ ډول توجیه نه‌لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې پر عبادت‌ځایونو داسې حملې د "افغانستان د خلکو دښمنان کوي او د هغوی ذبوني" څرګندوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شوربازار کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای په حمله کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه زخمیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله کوونکی هم وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، پولیس وتوانېدل چې ۸۰ تنه د پېښې له ځایه وژغوري.

په کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والې ډلې اخیستی دی.