د بریتانیا شهزاده چارلس د کرونا په ویروس اخته دی او ډاکترانو ویلي چې د (کووایډ-۱۹) ناروغۍ کمزورې نښې یې څرګندې کړې دي.
په لندن کې د بریتانیا د شاهي کورنۍ له مقره په اعلامیه کې چې نن د مارچ په ۲۵مه خپره شوه، ویل شوي چې شهزاده چارلس په سکاټلند کې د شاهي کورنۍ په یوه استوګنځای کې دی او له نورو خلکو یې ځان بېل کړی دی.
شهزاده چارلس ۷۱ کلن دی.
په بیان کې ویل شوي چې هغه له کوره کار کوي، روغتیايي حالتیې ښه دی او د هغه مېرمن، کمېلا په بېل ځای کې اوسېږي.
په دې اړه چې شهزاده چارلس ته دا ویروس له کومه ځایه رسېدلی څه نهدي ویل شوي.