ایران کې نن د کرونا ویروس له امله ۱۴۳ تنه مړه شول

په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړه شوي کس قبر.

په ایران کې نن د کرونا ویروس له امله د ۱۴۳ تنو د مړینې خبر ورکړل شو.

له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۰۷۷ ته لوړ شوی دی.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د مارچ په ۲۵مه، وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې يې د کرونا ویروس ۲۰۲۶ نوې پېښې ثبت کړې دي.

په ایران کې له دې سره په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۲۷۰۱۷ ته لوړ شوی دی.

د ایران حکومت پرون د بې‌پولې ډاکترانو د نړیوالې ادارې وړاندیز چې غوښتل‌یې په اصفهان کې بېړنیو مرستو رسولو لپاره ۵۰ بستره روغتون جوړ کړي، رد کړ.

په جنوا کې دې نړیوالې مرستندویه ادارې غوښتل چې د بېړنیو طبي خدماتو لپاره ۹ تنه ډاکتران هم اصفهان ته واستوي.