کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای حمله پای ته ورسېده

د کابل ښار نننۍ حمله کې ټپي شوی کس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شوربازار کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای وسله‌واله حمله پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې څو شېبې مخکې خپره شوه، ویل شوي چې په حمله کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه زخمیان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، حمله کونکی هم وزل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پولیس وتوانېدل چې ۸۰ تنه د پېښې له ځایه وژغوري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یوه ترورېستي پېښه بللې او غندلې یې ده.

په کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والې ډلې اخیستی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یو بیان خپور کړی او په کابل کې نننۍ حمله‌یې په شدت غندلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې لیکل شوي چې دوی هر ډول ترورېزم غندي او د ملکي خلکو عبادت‌ځایونه باید په هر حالت کې خوندي پاتې شي.