دفاع وزارت: زابل کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې د زابل په میزانه ولسوالۍ کې په حمله کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن د مارچ په ۲۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې حمله پای ته رسېدلې ده.

فواد امان زیاتوي: "افغان ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې دا حمله شنډه کړه، ۸ ترورېست طالبان وژل شوي دي."

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

په زابل کې د نوروز په ورځ د وسله‌والو طالبانو د نفوذي وګړو په حمله کې د ملي اردو او پولیسو ۲۴ غړي وژل شوي وو.