'د پکتیا تدریسي نصاب‌ د نوي عصر له معیارونو سره سم نه‌دی'

د پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون یو شمېر محصلان وایي چې تدریسي نصاب‌یې لاهم د نوي عصر له معیارونو سره سم نه‌دی او تر اوسه د عملي زده‌کړو لپاره دوی ته اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي.

د پکتیا پوهنتون یو شمېر محصلان وایي، نه‌یوازې دا چې د تدریس لکچر نوټونه‌یې له نوي عصر سره برابر نه‌دي، بلکې د نظري زده‌کړو ترڅنګ تر اوسه د عملي زده‌کړو لپاره دوی ته اسانتیاوې هم نه‌دي برابرې شوي.

د دې پوهنتون محصلان له ولایتي ادارې او د لوړو زده‌کړو وزارت له رهبرۍ غواړي چې په پوهنتونونو کې د څېړنې مرکزونه، د عملي زده‌کړو لپاره لابراتوارونه او نورې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

خو د پکتیا پوهنتون رئیس سید ولي جلال‌زي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د محصلانو د عملي زده‌کړو لپاره په پوهنتون کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لړ کارونه پیل کړي چې په بشپړېدو سره به‌یې د عملي زده‌کړو تشه هم ډکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا پوهنتون لپاره د کتابتون د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې چې استادان او محصلان به ترې د څېړنې لپاره ګټه پورته کوي.

د پکتیا پوهنتون چې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې تأسیس شوی، ۸۰ پوهنځي لري چې شاوخوا ۸ زره محصلان په‌کې زده‌کړې کوي او له جملې یې ۴۰۰ نجونې محصلانې دي.