خالصه: زیات شمېر ښځې او ماشومان کابل کې د حملې ځای کې راګېر دي

یو شمېر کورنۍ د برید سیمه خوشې کوي

د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازی وايي چې زیات شمېر ښځې او ماشومان په کابل کې د حملې په ځای کې راګېر دي.

په کابل کې نن د مارچ په ۲۵مه، سهار د سېکهانو پر عبادت ځای وسله‌واله حمله شوې چې ویل کېږي لسګونه تنه په‌کې راګېر دي.

ناڅرګند وسله‌وال د هغوی عبادت‌ځای ودانۍ ته ورننوتي او لا نه‌ده څرګنده چې څومره کسان به مړه او زخمیان شوي وي.

د حمله کوونکو شمېر هم لا نه‌دی څرګند.

د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي نرېندر سنګهـ خالصه نن د ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي.

خالصه ویلي چې د حملې په ځای کې ډېرې ښځې او کوچنیان راګېر دي ځکه د سهار د عبادت لپاره تللي وو.

د خالصه په وینا "ډېرې کورنۍ" د وسله‌والو تر حملې لاندې دي.