د چپن په هوبې کې پر ځینو سیمو د سفر محدودیت لیرې کېږي

هوبې د چین له مرکزي ولایتونو څخه دی چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د کرونا ویروس په‌کې په لومړي ځل راپورته شو.

چینایي چارواکي وایي، د هوبې ولایت پر ځینو سیمو د سفر محدودیت به لیرې کړي.

هوبې د چین له مرکزي ولایتونو څخه دی چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د کرونا ویروس په‌کې په لومړي ځل راپورته شو.

دغه ولایت دوه میاشتې په قرنطین کې و، خو د دې ولایت مرکز ووهان ښار د کرونا ویروس له کبله د اپرېل تر اتمې قرنطین شوی دی.

له څه باندې یوې اوونۍ راهیسي په هوبې ولایت کې د کرونا ویروس تازه پېښې نه‌دي ثبت شوي، خو په ټول چین کې د ۷۸ نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.