'افغان سوداګرو د بندرونو د بندېدو له امله سلګونه زره ډالره زیان کړی'

تورخم بندر

د افغانستان د متشبثینو بورډ وايي، افغان سوداګرو د سپین بولدک او تورخم بندرونو د بندېدو له امله، سلګونه زره ډالره زیان کړی دی.

د دغه بورډ رئیس رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي رادیو ته وویل، په سپین بولدک بندر کې ۱۵۸۳، په کراچۍ بندر کې ۴۰۰۰ او په تورخم بندر کې ۵۸۳ پر موادو بار لارۍ ولاړې دي.

هغه زیاته کړه: "کابو ۱۵ ورځې کېږي چې دغه بندرونه بند دي، یوه ورځ‌یې یوازې ۱۵۰ د تازه مېوو لارۍ چې میوې‌یې خرابې شوې وې، اجازه ورکړل شوه او بېرته بند شوې دي."

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له پاکستاني چارواکو سره د خونې او افغان حکومت خبرې روانې دي چې دغه ستونزه حل کړي.

سپین بولدک له تورخم وروسته له پاکستان سره مهم سوداګریز بندر دی چې د زرګونه پلیو مسافرینو له تګ راتګ سربېره، د دواړه هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه هم ترسره کېږي.