چک جمهوریت کې لګول شوي محدودیتونه تمدید شول

چک جمهوریت

د چک حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف لګول شوي محدودیتونه تمدید کړل.

حکومت وايي د خلکو پر تګ راتګ به د اپرېل تر لومړۍ نېټې محدودیت برحاله وي او د پرچون پلورنې دکانونه به تړلي وي.

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ین هماچیک پرون دوشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، د اوسنیو اصولو له مخې به رستورانتونه هم تړلي پاتې وي.

هغه زیاته کړه: "موږ موافقه وکړه چې د حکومت له‌خوا ټول اضطراري اقدامات به د اپرېل میاشتې تر لومړۍ نېټې تمدید کېږي."

په چک جمهوریت کې په کرونا ویروس تر ۱۲۰۰ ډېر کسان اخته دي او یو تن په دې ناروغۍ مړ شوی دی.