ایران بیا د امریکا د بشري مرستو وړاندیز رد کړ

 د ایران ولسمشر حسن روحاني

ایران یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو هغه وړاندیز رد کړ چې دغه هېواد ته‌یې د بشري مرستو په اړه کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي که واشنګټن غواړي له ایران سره د کرونا ویروس په مبارزه کې مرسته وکړي، نو پر تهران دې لګېدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي.

ښاغلي روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل: "امریکایي مشران درواغ وایي، که دوی غواړي له ایران سره مرسته وکړي، ټول هغه څه چې کولای یې شي د بندیزونو لیرې کول دي، هغه مهال موږ کولای شو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مبارزه وکړو. "

ایران هغه هېواد دی چې په منځني ختیځ کې کرونا ویروس تر ټولو ډېر ځپلی دی.

تر اوسه په دې هېواد کې د دې ویروس له کبله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۱۰۰۰ مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

تر دې مخکي د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي هم د مارچ پر ۲۲مه له ایران سره د بشري مرستو په اړه د واشنګټن وړاندیز رد کړی و.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په نننیو خبرو کې امریکا متحده ایالاتو ته په خطاب کې ویلي: "تاسو د ایران د تېلو صادرات بند کړي، بانکي معاملې مو درولي، نو ستاسو د مرستې وړاندیز د تاریخ تر ټولو لوی دروغ دي."

تر دې وړاندې متحده ایالاتو ویلي چې د کرونا ویروس به ایران د امریکا له بندیزونو ونه‌ژغوري.