پکتیا کې د بم چاودنې یو کس وژلی

پکتیا مرکز ګردېز کې چاودنه شوې

په پکتیا کې موټرسایکل بم چاودنې یو کس وژلی او دوه نور ټپیان کړي.

نن د دوشنبې په ورځ د غرمې په ۱۱:۳۰ دقیقو د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیا پوهنتون په دروازه کې د موټرسایکل بم چاودنه وشوه چې له امله‌یې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف‌الله کامران د پېښې په ځای کې ازادي را‌ډیو ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و چې له‌امله‌یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.

د ده په وینا په پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی.

د پېښې له امله د شااوخوا لوړ پوړیزو ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی، خو لا تر اوسه کومې بلې ډلې هم د دې پېښې پړه نه‌ده منلې.