عامې روغتیا وزارت: ځیني کسان نه‌غواړي هرات قرنطین شي

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په راتلونکو اوونیو کې د کرونا ویروس د زیاتېدو خبرداری ورکوي او وايي، که چېرې دا مسئله جدې ونه‌نیول شي لوی بشري ناورین به رامنځته کړي.

دغه وزارت په خلکو انتقاد کوي چې د دوی روغتیايي لارښوونې په پام کې نه‌نیسي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یو شمېر کسان نه‌غواړي په هرات کې قرنطین عملي شي.

هغه زیاته کړه: "کله چې د افغانستان د روغتیا وزیر وړاندیز کوي چې په هرات کې دې د هند په څېر چې هره ورځ ۱۴ ساعته ګرځ‌بندیز ولګول شي، موږ کوم عملي کار په دې برخه کې له بده مرغه نه‌وینو، زه خبرداری ورکوم چې که موږ داسې بې‌تفاوته پاتې شو که عام خلک دي، که دولتي یا غیر دولتي ادارې دي، د عامې روغتیا وزارت دې مسئول نه‌ګڼي."

دا څرګندونې داسي مهال کېږي چې په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی دی.