د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن کابل ته ورسېد

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن دوشنبه کابل ته ورسېد.

د نوموړي دا بېړنی سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون د چارو د پر مخ وړلو هڅه بلل شوې ده.

له هغه راهیسې چې دا تړون تېره میاشت لاسلیک شوی په افغانستان کې د ولسمشرۍ پر سر راپورته شوې سیاسي لانجې د دې لامل شوي چې د سولې چارې ټکنۍ شي.

تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې وضعیت د ختمولو په برخه کې هڅه وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې د تل‌پاتي ثبات د راوستلو په برخه کې ډېرې مهمې بولي.

د دې شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد نن ازادي راډیو ته وویل: "دا کنفرانس (د حکومت او طالبانو ترمنځ) د تقدیر وړ دی، دا هم په‌کې ویل شوي چې د اورکم مسئلې یا د مسایلو د حل لپاره د لارو موندلو پر جریان به په بین‌الافغاني خبرو کې بحث کېږي، دا په دې معنی ده چې دواړو لورو د بین‌الافغاني مذاکراتو سره هم موافقه کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په دې وېډیويي کنفرانس کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ټولو اړخونو، د مخامخ خبرو په پیل، د تل‌پاتي اوربند په څرنګوالي او تر خوا یې د زندانیانو د تبادلې پر موضوع بحث شوی دی.