افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد

د کرونا ویروس ۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد او د لومړي ځل لپاره هم په دې هېواد کې پر دې ویروس له اخته شویو یو مړ شو.​

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېره شپه ازادي راډیو وویل چې پر کرونا اخته شوي ۴۱ کلن چې د زړه او سږو ناروغۍ یې هم درلودې پرون په بلخ ولایت کې ساه ورکړه.​

هغه زیاته کړه: "په بلخ ولایت کې پر کرونا ویروس د یوه اخته شوي کس مړینه تأییدوم. دغه کس د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) اختلاطاتو له امله مړ شو."​

ښاغلي مایار دغه‌راز وویل چې پرون د کرونا ویروس شپږ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې. ۳ په هرات، ۲ فراه او ۱ غور کې. ​

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز اندېښنه ښکاره کړه چې ښایي ډېر کسان په افغانستان کې پر دغه ویروس اخته شي.