د نیویارک ښاروال "بیل دي بلاسي" وایي دغه ښار به چې تېره شپه پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر پهکې زیات شو، د طبي وسایلو او تجهیزاتو د کمښت له امله په تر ۱۰ کمو ورځو کې له یوې غمیزې سره مخامخ شي.
نیویارک چې د امریکا تر ټولو لوی ښار دی، پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر پهکې پرون له ۹ زرو واوښت.
دا په ټوله امریکا کې پر دغه ویروس د اخته شويو کسانو یوه پر درېیمه برخه ده.
ښاغلي بلاسي امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون ته وویل، دی دا په ډاګه وايي چې له ننه تر ۱۰ ورځو پورې به موږ په پراخه کچه د ډېرو اساسي روغتیایي وسایلو لکه د هوا د تصفیې او د جراحۍ ماسکونو د کمېدو شاهد واوسو.
د ده په وینا دا هغه وسایل دي چې د یوه روغتون د فعالیت د دوام لپاره ډېر اړین دي.
په ټوله امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر پرون له ۳۲ زره کسانو او د مړو شویو له ۴۰۰ تنو واوښت.
په ټوله نړۍ کې د دغه ویروس مثبتې پېښې نږدې ۳۳۵ زره تنو رسېدلي.
دغه ویروس هم تر اوسه په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۵ زره کسان مړه کړي دي.
تر اوسه نږدې ۱۰۰ زره کسان هم رغېدلي دي.