روسیې د کرونا ویروس له امله په نړیوالو الوتنو بندیز لا پراخ کړ

روسیه به په استثنایي توګه هغو چارټر الوتنو ته هم اجازه ورکوي چې په بهر کې بند پاتې شوي د دې هېواد وګړي انتقالوي.​

روسیې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په نړیوالو الوتنو بندیز لا پراخ کړ.

تر نن سهاره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۳۷۶ ته ورسېد.

د روسیې دولتي اژانس روساویا وویل، د دغو نویو اقداماتو له مخې به د روسیې هوایي شرکتونه یوازې د مسکو له هوایي ډګر څخه هغه هم یوازې د نړۍ د نیویارک په څېر لویو ښارونو او د هېوادونو پلازمېنو ته الوتنې کوي.​

دغه‌راز روسیه به په استثنایي توګه هغو چارټر الوتنو ته هم اجازه ورکوي چې په بهر کې بند پاتې شوي د دې هېواد وګړي انتقالوي.​

تر اوسه شااوخوا دوه لکه روسان له هغو هېوادونو چې کرونا ویروس په‌کې ډېر خپور شوی، بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.​

تر اوسه په روسیه کې د دغه ویروس له امله د مړینې خبر نه‌دی ورکړل شوی.