ایران کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۶۸۵ ته ورسېد

ارشیف، ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره دوا پاشي

د ایران روغتيايي چارواکي وایي په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۶۸۵ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت نن وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۹ نورو کسانو له مړه کېدو سره د مړو ټولټال شمېر ۱۶۸۵ ته ورسېد.

وزارت وايي په ایران کې په کرونا د اخته کسانو تأیید شوی شمېر ۲۱ زره ۶۳۸ ته رسېدلی دی.

ایران تر چین او ایټالیا وروسته د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوی دی.