افریقا کې پر فعالیتونو بندیز

افریقا

په داسې حال کې چې کرونا ویروس د افریقا په لویه وچه کې په خپرېدو دی، د راواندا چارواکو په دغه هېواد کې د فعالیتونو د بندېدو امر کړی او د پولې کنټرول جدي شوی دی.

د افریقا ګڼو هېوادونو د خلکو راغونډېدل منع کړي، ښوونځي، هوايي ډګرونه، جوماتونه، کلیساګانې او رستورانتونه‌یې بند کړي دي.

په افریقا کې چې په نړۍ کې د کرونا د خپرېدو تازه ساحه ده، په تېرو څو ورځو کې په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې په زیاتېدو دي.

په دې لویه وچه کې د کرونا تر ۱۱۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې ۱۰۰۰ پېښې د افریقا د صحرا په جنوب کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د افریقا په لویه وچه کې بېوزلي، د اړتیا وړ وسایلو نشتوالی، غیر مجهز روغتونونه او نورې ستونزې به دې ویروس په وړاندې د مبارزې پر لار عمده ستونزه وي.