هندوستان ۱۴ ساعته ګرځ بندیز اعلان کړ

د ګرځ بندیز هدف د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د هندوستان د وړتیا ازمویل ښوول شوی دی.

هندوستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دغه هېواد کې ۱۴ ساعته ګرځ بندیز اعلان کړ.

په ملیونونو کسان نن په خپلو کورونو کې دي، د رېلګاډو خدمات درول شوي، کورنۍ الوتنې لغوه شوي او د ګرځ بندیز پر مهال د کانونه هم تړلي وي.

د نوې ډیلي او ممبۍ سړکونه چې تل له خلکو ډک وي، نن تر ډېره تش دي.

د دغه ۱۴ ساعته ګرځ بندیز هدف د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د هندوستان د وړتیا ازمویل ښوول شوی دی.

بندیز پر ځايي وخت د نن سهار له ۷ بجو پیل شوی دی.

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي له خپلو ۱،۳میلیارده وګړو غوښتنه کړې، چې راروانو احتمالي ګواښونو ته دې چمتو وي.