کاپیسا کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمپاین

ارشیف

په کاپیسا ولایت کې په لسګونو کسانو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په کمپاین کې برخه واخیسته.

د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې د "کرونا بابیزه مه ګڼئ" په نوم د دغه کمپاین په مرسته پر خلکو له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب اړتیا وړ توکي وېشل کېږي.

دغه کمپاین د کاپیسا د انسجام د بنسټ له خوا پلی شوی دی.

د دغه بنسټ مشر حبیب اریا نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کمپاین به د کاپیسا په نورو سیمو کې هم عملي شي.

په کاپیسا کې روغتيايي چارواکو په کرونا ویروس د یوه کس د اخته کېدو پېښه تائید کړې ده.

ویل شوي دغه کس په وروستیو کې له ایرانه راستون شوی دی.