کرویشیا کې زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي

د ګڼو ودانیو دېوالونو درز کړی او چتونه یې زیانمن شوي دي.

د کرویشیا د پلازمېنې زګرب اوسېدونکي د یوې قوي زلزلې په ټکانونو راویښ شول.

دغه زلزله چې نن سهار وختي پر ځايي وخت د سهار پر ۶ بجو وشوه، د پراخې ویجاړۍ سبب شوې ده او د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، یو تن مړ شوی دی.

د اروپا د زلزله پېژندنې اداره وايي دا زلزله د ریښتر په مقیاس ۵،۲ درجې وه، چې د زګرب د شمال زیاتو سیمو ته‌ یې ټکان ورکړ.

په زګرب کې عیني شاهدانو ویلې چې د ګڼو ودانیو دېوالونو درز کړی او چتونه زیانمن شوي دي.