چارواکي: طالبانو سرپل کې ۲ امنیتي سرتېري وژلي

ارشیف

په سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې دوه سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه په ګوسفندي ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح اله اماني نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "جګړه د ګوسفندي ولسوالۍ په محمود اباد کلي کې د ملي امنیت پر مفرزه پوسته وشوه، چې د سهار وختي تر ۳ بجو روانه وه، په نتیجه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي."

اماني وايي په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.