'ارزګان کې د یوه وژل شوي ماشوم کورنۍ عدالت غواړي'

د ارزګان نقشه

ارزګان کې د یوه وژل شوي ماشوم کورنۍ له دولت څخه عدالت غواړي.

دغه څلور کلن ماشوم تېره ورځ د نامعلوم کسانو له لوري لومړي د چړې په واسطه حلال او مرۍ یې پرې شوې او ورسته، په یوه ویاله کې اوبو ته اچول شوی و.

د یاد ماشوم د کور غړو د نوموړي ماشوم جسد نن د ولایت مقام مخي ته وروړی او دولت څخه‌يې د عدالت غوښتنه کوله.

د ارزګان ولایت مقام مسؤلین وايي، پولیس یاد قضیه څېړي څو عاملین‌ يې پیداکړي او د قانون منلګو ته وسپاري.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت له ارزګان ولایت څخه راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اروزګان راپور