کابل کې د تدامیچي یاماموتو کاري دوره پای ته ورسېده

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو چې کاري دوره‌یې پای ته ورسېده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د کار پنځه کلنه رسمي دوره ختمه شوه.

هغه د کار د پای په پیغام کې لیکلي: "زه د میلیونونو افغانانو له دې هیلې سره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، له کابله ځم."

یاماموتو په دې پیغام کې چې نن د مارچ په ۲۱مه ، خپور شو ویلي چې په افغانستان کې ستونزې او سختۍ شته، خو باور لري چې د افغانستان خلک‌یې د حل توان لري.

په بیان کې ویل شوي چې ملګري ملتونه اوږه په اوږه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د خلکو د بشري حقونو او ازادیو لپاره د هغه د خدمت ستاینه کړې ده.