په قرغزستان کې امنیتي شورا د دې هېواد صدراعظم ته سلا ورکړې چې سبا، د مارچ په ۲۲ مه، بېړنۍ حالت اعلان کړي څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.
د قرغزستان د ولسمشر دفتر نن دا خبر خپور کړی دی.
د دې هېواد په جنوبۍ ولایت نوکات کې د کرونا ویروس ۳ پېښې ثبت شوې او تر هغه وروسته په سیمه ییزه کچه بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.
په قرغزستان کې د کرونا ویروس ۶ پېښې تر اوسه تائید شوې او ټول هغه وګړي دي چې له سعودي عربستانه ور ستانه شوې دي.
د ازبکستان د روغتیا وزارت هم نن اعلان وکړ چې هلته په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی.