په بغلان کې د پولیسو پر پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ پولیسو وژل شوي دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال، خانزاده مظلومیار نن، د مارچ په ۲۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه برید کړی او څلور پولیس یې برمته کړي دي.
مظلومیار ویلي چې په برید کې د وسله والو طالبانو له لوري هم یو شمېر کسان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.