عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا ویروس مشکوکې پېښې ۴۴۹ دي

هرات کې په کرونا ویروس اخته کسانو ته ځانګړی شوی روغتون

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ټولو اړوندو ادارو جدي تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت ویاند وحید الله مایار د شنبې د ورځې به سهار په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: "په تیرو 24 ساعتونو کې موږ هيڅ د کرونا مثبت پېښه نه لرو او په ټول هېواد کې 449 پېښې د کرونا وایروس ثبت شوي چې له ډلې یې 413 یې منفی، 24 یې مثبتې او 12 یې د څیړنې لاندې دي او په راتلونکي کې هم که کومې پېښې ثبت شوې له رسنیو سره په شریکو کړو. "

ښاغلی مایار وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یو کمېټه جوړه شوې چې خپله ولسمشر ورنه څارنه کوي.

د نوموړي په خبره اوس په هر ولایت کې په کرونا د اخته کسانو لپاره یو 20 بستریزه روغتون موجود دی، چې په راتلونکي کې به حالت ته په کتو د دغو روغتونونو ظرفیت لوړېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دې ویروس د خپریدو اندېښنې ډېرې جدي نه دي.

د پوځي کار پوه باري عارض وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د دې موضوع څارنه او نظارت یو جدي خبره ده او اړونده کميټه باید په دېر دقت سره خپلې چارې مخته یوسي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له 24 ثبت شویو مثبتو پېښو ثبت ۱۵ یې په هرات، ۳ به سمنګان، ۲ په لوګر او یوه یوه هم په بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، مثبت پېښې ډېری په هغو کسانو کې ثبت شوي چې تازه له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.